کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا؛ امریکا کې لومړنۍ مړینه، واشنګټن کې بېړنی حالت

11 حوت 1398 ساعت 19:02

په امریکا کې د کورونا وېروس له کبله د یوه تر مړه کېدا وروسته، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، د نورو پېښو 'شونتیا' شته، خو له خلکو یې غوښتي چې ونه وېرېږي.
دا لومړنی کس د امریکا واشنګټن ایالت په شمال لویدیځ کې مړ شوی.
چارواکو ویلي، مړ شوي کس تر پنځوسو کلونو ډېر عمر درلود او له روغتیايي ستونزو کړېده.



د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، "ښايي" د کورونا نورې پېښې هم ثبت شي، خو وايي امریکا هر ډول حالت کابو کولو ته چمتو ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر اوسه په کورونا (کووید -۱۹) وېروس د نړۍ په ۵۷ هېوادونو کې تر ۸۵ زرو ډېر کسان اخته شوي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ یې مړه شوي دي.
 


د مطلب کود: 204612

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/204612/کورونا-امریکا-کې-لومړنۍ-مړینه-واشنګټن-بېړنی-حالت

آوا
  https://www.avapress.com