دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 204170
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که له طالبانو سره د تاوتريخوالي د کمولو لنډمهاله هوکړه د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پر پای ته رسېدو تمامېږي نو دی چمتو دی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ (۴ کب/فبروري ۲۳)ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې امریکايي پوځيان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ده په خبره، طالبان غواړي جګړه پای ته ورسېږي.
"دوی غواړي جګړه بس کړي. تاسې پوهېږئ، دوی له اوږدې مودې راهیسې جګړه کوي. دوی سرزوري خلک دي خو موږ هم سر زوري خلک یو. خو ۱۹ کاله جګړه اوږده جګړه ده."
 
https://avapress.com/vdcjaxe8yuqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته