دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 203881
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته ویلي، وروسته له هغه چې ټاکل شوی ولسمشر لوړه وکړي او نوی حکومت رامنځته شي، د اجرائیه ریاست جوړښت به نور له منځه ځي. ښاغلی صدیقي وایي، ولسمشر غني په خپل ټاکنیز کمپاین کې د اجرائیه ریاست د برخلیک په اړه دا خبره ولس ته سپینه کړې وه. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون سه شنبه د څو میاشتو له ځنډ وروسته د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شو. خو د ټاکنو بل مهم نوماند عبدالله عبدالله د کمېسیون له اعلانه څو شېبې وروسته کابل کې خپلو پلویانو ته وویل چې ټاکنې دوی ګټلې دي او خپل ټول شموله حکومت به جوړوي.
https://avapress.com/vdch6xniz23nv6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته