دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 203852
کندهار کي ۲۰ وسله واله طالبان وژل سوي دي.
د کندهار امنيه قوماندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کندهار په تخته پُل او خاکريز ولسوالۍ کي د هوايي بريدونو په ترڅ کي شل وسله وال طالبان وژل سوي او ګڼ شمېر مهمات ئې له منځه تللي دي.

د خبرپاڼي په حوال تېره شپه د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ اړوند د ماکيانو په سيمه کي د وسله والو پر يوه ګروپ د غوڅ ملاتړ ځواکونو هوايي بريد کړی، چي په ترڅ کي ئې اته تنه وسله وال وژل سوي دي او د دې ترڅنګ د خاکريز ولسوالي اړوند په الم کلي کي هم د غوڅ ملاتړ ځواکونو د وسله والو پر يوه حاموې ټانګ هوايي بريد کړی، چي په پايله کي ئې دولس تنه وسله وال وژل سوي او دهغوئ ګڼ شمېر مهمات او وسايل هم تخريب سوي دي.
https://avapress.com/vdcftmd00w6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته