کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حماس د اسرائيلي پوځیانو تیلیفونونه هک کړل

29 دلو 1398 ساعت 15:39

داسرائیل پوځ وايي د فلسطینۍ ډلې حماس غړو د "پېغلو" په بڼه ځان ښکاره کولو له لارې د دوی د لسګونه پوځیانو ځیرک ټلفونونه هک کړي دي.


د پوځ یوه ویاند ویلي سرتېرو ته د ځوانو ښځو جعلي انځورونه استول شوي، له دې لارې هغوی د یوه اپ ډانلوډ کولو ته هڅول شوي، خو دا سرتیري نه پوهېدل چې د دې اپ له لارې د هغوی ځيرک تیلیفونونو ته لار موندل شوې ده.
دې ویاند وویل د دې چل له ناکامولو وړاندې " د پام وړ مالوماتو ته لاس رسی" نه دی شوی. حماس او اسرائیل یو بل ته د وژونکي غلیم په سترګه ګوري. د غزې تړانګه اوس د حماس په واک کې ده.
په تېرو څو کلونو کې دا دریم ځل دی چې د حماس ډلې له خوا هڅه کیږي چې د اسرائيلي پوځیانو تیلیفونونو ته لار ومومي، خو ډګرمن جاناتن کانریکس وايي دا ځل د اسرائيلي پوځیانو پر تیلیفونونو برید ډیر پرمختللی و.
 


د مطلب کود: 203771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/203771/حماس-د-اسرائيلي-پوځیانو-تیلیفونونه-هک-کړل

آوا
  https://www.avapress.com