افغان مامورينو ويلي دي چي له جرمني څخه اخراج سوي يوه ډله افغان مهاجر د پنجشنبې په ورځ سهار په يوه الوتکه کي وررسېدلي دي.
د کابل د هوايي ډگر مامورينو ويلي دي چي له جرمني څخه په يوه الوتکه کي ۳۱ اخراج سوي مهاجر د پنجشنبې په ورځ سهار ور رسېدلي دي.
دا د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر مياشتي راهيسي له جرمني څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د ډله ايز اخراج ۳۱ پرواز وو. په دغو پروازونو کي په ټوله کي ۸۳۷ نارينه مهاجر افغانستان ته اخراج سوي دي.
له جرمني څخه د افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده. په افغانستان کي اوس هم د وسله والو طالبانو او داعش پرضد جگړه روانه ده.
په کابل کي د سه شنبې په ورځ په يوه ځانمرگي بريد کي ۶ کسان ووژل سول.
د سه شنبې په ورځ د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني په تويتر کي ليکلي ول چي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د تليفون له لاري له طالبانو سره په خبرو کي د «پام وړ پرمختگ» خبر ورکړی دی.
غني ليکلي ول چي پمپيو د طالبانو د هغه وړانديز په اړه معلومات ورکړي دي چي په هيواد کي دننه د تاوتريخوالي د کمښت له پاره يې کړی دی.
د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو استازي په قطر کي په خبرو بوخت دي څو د افغانستان شخړي ته يو سياسي حل پيدا کړي. د دغو دواړو اړخونو ترمنځ توافق به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهال وېش وټاکي او طالبان به دا ژمنه کوي چي له افغانستان څخه بيا کوم تروريستي بريدونه نه پلانيږي.