د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده مېوه، سبزیجات، غلې دانې او نور زراعتي محصولات د هیواده بهر صادروي.
خو بزګر او سوداګر د ځینو ستونزو یادونه هم کوي چي په خبره یې که سته مشکلات تر یو حده حل سي ددې ولایت اقتصاد به دېر لوړ سي.
کندهارچي اویا سلنه اقتصاد یې زراعت تشکیلوي انار، انګور، انځر، توت، خټکي، غنم او په زیات شمېر سبزیجان غلي دانې او حبوبات یې مشوره محصولات دي چي له مخي یې دوه مېلونه په شاوخوا کي اوسېدونکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دې برخه کي مصروفه دي.