دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 203268
پنجاب ولسوالی کې واوری کوچ له امله په لسګونه مسافر بند پاته دی
  بامیان ولایت سیمه ییز چارواکې وایی چی د پنجاب ولسوالی غورغوری سیمه کې واوری کوچ او سخت طوفان او سختو اوریدنې له امله ۵ فلانکوچ ډوله موټرونه د خپل سپرلیو سره بند پاته دی.  

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری- بامیان: غلام نبی قنبری د بامیان ولایت عامه روغتیا ګټو ریاست اداری آمر وویل: د ۵ څخه ډیر فلانکوچ ډوله موټرونه د خپل سپرلیو سره چی نږدی ۳۰ کسانو ته رسیږی د پنجاب ولسوالی غورغوری سیمه کې بند پاته دی.
 
ښاغلی قنبری وایی چی که څه هم واورو پاکولو ټیم د کار په حال کې دی خو د واوری کوچ طول د ۱۵۰ متر او ضخامت یی نږدی څلور او نیم مترو ته رسیږی.
 
هغه وایی چی دا موضوع د بامیان ولایت پیښو سره مبارزی ریاست سره شریک کړی دی.
 
بامیان عامه روغتیا ګټو ریاست مسئولین وایی چی ددی لاری نه خلاصیدو په صورت کې به مسافرین مسکونی کورونو کې ځای پرځای شی.
 
په همدی حال کې محمد جان، یو تن ګیر پاته کسان افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل: هوا ډیر سړه ده او طوفان هم شته که دا لاره خلاصه نه شی د ځینو کسانو مړه کېدو امکان شته.
 
 
https://avapress.com/vdcg3w9x7ak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته