پېښه نن سهار لس بجې د دې ولسوالۍ په سنځري کلي کي هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي د ملي اردو د قطار موټر د ملکي خلکو د سراچه موټر سره ټکر وکړ.
د کندهار د والي وياند بهير احمدي د پيښي پخلی کوي او وايي چي په دې پېښه کي يوه ښځه وژل سوې او درې تنه نور ټپيان دي.
په ټپيانو کي د يوې ښځي ټپونه ژور وه او دا مهال په ميرويس روغتون کي تر درملني لاندي دي.