دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۲۸
د مطلب کود : 203210
هر پولیس چارواکی چې له رسنیو سره مرکه وکړي مجازات به شي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د دې وزارت منسوبینو ، قومندانانو او چارواکو ته په یوه لیک کې امر کړی چې له رسنیو سره مرکې ونه کړي او یا په ټولنیزو رسنیو د رسمي دریځونو په اړه تبصره ونه کړي. د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یو مکتوب کې د پولیسو د قانون د ۳۰ مادې په اساس ټولو منسوبینو ته ویلي: “د وزارت معینان نشي کولی محرم سندونه، رازونه، د تقرر سندونه ترفیعات او نور ذاتي وسایل، یونیفورم، وسله، تجهیزات یا وسایط په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي یا له رسنیو سره مرکې وکړي.))


د مکتوب د لیکلي امر له مخې د کورنیو چارو وزارت چارواکي نشي کولی د تفتیش، د جرمي قضیو تحقیقاتو ، لاسته راوړنو، د جرمونو پر وړاندې د عملیاتو اړوند له رسنیو سره مصاحبې وکړي.
د دې وزارت سرپرست مسعود اندرابي ویلي، چې وزارت به د ملي پولیسو ټول معلومات او لاسته راوړنې به د اطلاعاتو د رسنیو لاسرسي قانون د لارښوونو په اسلس شریکوي.
ښاغلي اندرابي زیاته کړه چې د وزارت ټول چارواکي مکلف دي چې د فرمان اطاعت وکړي او د سرغړونو په صورت کې به محاکمه شي.
 
https://avapress.com/vdcdfs0xzyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته