د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د دې وزارت منسوبینو ، قومندانانو او چارواکو ته په یوه لیک کې امر کړی چې له رسنیو سره مرکې ونه کړي او یا په ټولنیزو رسنیو د رسمي دریځونو په اړه تبصره ونه کړي.
د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یو مکتوب کې د پولیسو د قانون د ۳۰ مادې په اساس ټولو منسوبینو ته ویلي: “د وزارت معینان نشي کولی محرم سندونه، رازونه، د تقرر سندونه ترفیعات او نور ذاتي وسایل، یونیفورم، وسله، تجهیزات یا وسایط په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي یا له رسنیو سره مرکې وکړي.))