دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 203209
د هرات د ګمرک مرستیال جاويد صمیم وايي چي د دغه ګمرک ۳۰ سلنه عواید د زورواکو له خوا جېبونو ته لوېږي.
د صمیم په وینا، د حکومت لوړپوړي چارواکي هم د دغو زورواکو په منځ کي دي چي د هغه په وینا، حتا توکي په زور او له هر ډول پړاونو له کچ کولو پرته له دغه ګمرک څخه بهر کوي.
هغه زیاتوي چي شونې ده تېر کال، د دغه ګمرک شپږ مېلیارده افغانۍ عواید جېب ته کړل سوي وي: “د هرات په ګمرک کي د عوایدو په کموالي زورواکي لاس لري او دغه زورواکي کولای سي په ټولو کچو کي وي… له بدغه مرغه د اسلام کلا په ګمرک کي کابو ۲۰ تر ۳۰ سلنه عواید له لاسه ورکوو.”
په ولسي جرګې کي د هرات د خلکو استازي وايي د دغه ولایت د ګمرکي عوایدو په مالي فساد کي د مالیې وزارت لوړپوړي چارواکي او د هرات سیمه ییز مسؤلین شریک دي.
په ولسي جرګه کي د هرات استازی حبیب الرحمان پدرام په دې اړه وویل: “په پلازمېنه کي د مالیې وزارت لوړپوړي چارواکي او ځیني ولایتي مسؤلین په ولایت کي له بدغه مرغه د ګمرک په غلاوو کي لاس لري او دا اوږده سلسله لري.”
په روان مالي کال کي د هرات ګمرک د عوایدو د تر لاسه کولو لپاره ۲۱ مېلیارده افغانۍ موخه ټاکل سوې چي تېرکال ته په کتو ۱۱ مېلیارده کموالی ښيي او هغه ډول چي د دغه کميسیون مسؤلین وايي له مالیاتو تېښته او مالي فساد هغه لاملونه دي چي یادې موخي ته رسېدل یې ستونزمن کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcbgfb59rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته