دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 203207
۱۳ تنه مهاجر د ایران او ترکېې تر منځ په سرحدي سيمه کې د سړې هوا له امله مړه شوي. د ترکيې په وان ایالت کې د بشري حقونو يوه سازمان ويلي چې دغه مهاجر د افغانستان او سوريې هيوادونو دي چې د واورې په شديد طوفان کې بند پاتې وو.
د ترکيې په وان ایالت کې د بشري حقونو يوه سازمان ويلي چې دغه مهاجر د افغانستان او سوريې هيوادونو دي چې د واورې په شديد طوفان کې بند پاتې وو.
د آلمان خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د فبروري ۹مه) د بشري حقونو يوه سازمان له قوله خبر ورکړ چې دغه مهاجر وروسته له هغې چې د ايران له خاورې، ترکيې ته داخل شوي وو د واورې په طوفان کې بند پاتې شول او د سړي هوا له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دې سازمان په يو ټويټ کې ويلي چې دغه مهاجر د چالداران په نوم غرونو کې مړه شوي دي.
د ترکيې د وان ايالت والي مفتح امين بیملز، اناتولي خبري آژانس ته ويلي چې ۱۳ مهاجر له سرحد څخه په غيرقانوني توګه تر اوښتو وروسته، د سړې هوا له امله مړه شوي دي. دغه سيميز چارواکي هغه مهال ويلي وو چې د ډيرې سړې هوا له کبله مسئولې ادارې نه دي توانيدلي د پيښې ځای ته لازمې مرستې ورسوي.
په لومړي سر کې د مړه شویو مهاجرو هويت مشخص نه وو، خو ترکي ورځپاڼې «اورنسل» ليکلي دي چې په دغو ۱۳ کسانو کې ۱۰ تنه يې افغانان او درې نور ېې د سوريې د کوباني ښار اوسيدونکي دي.
 
https://avapress.com/vdcjyte8auqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته