دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۲۸
د مطلب کود : 203205
د ملي امنیت ځواکونو د کندوز په خان اباد کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۷ بندیان یې ترې خوشې کړي دي. د کندوز امنیه قومندان عبدالرشید بشیر وایي، عملیات تېره شپه د د خان اباد په کوبي کلي کې د طالبانو په زندان ترسره شوي دي. ښاغلي بشیر نه دي ویلي، چې په خوشې شویو بندیانو کې ملکیان او نظامیان څومره وو؟ خو امثره مهال د طالبانو له زندانونو څخه د عملیاتو په نتیجه کې سرتېري، محلي پولیس او ملي پولیس او ملکیان ازادیږي. د بشیر په خبره چې په دې عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو کوم غړي او یا هم بندي ته زیان نه دی رسیدلی. په تېر یو کال کې افغان ځواکونو د طالبانو تر ټولو ډېر زندانونه مات کړي دي.
https://avapress.com/vdchvxnim23nvid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته