دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 203174
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د ښاري نړیوالې مجمع لسمې ناستې ته د وینا پر مهال د سیمي هېوادونو په لومړیتوبونو او همغږۍ ټینګار وکړ. ولسمشر غني په دغې غونډه کې وویل، په ښارونو کې د لازمې پراختیا لپاره د اړینو ګامونو پورته کولو لپاره باید په نړیواله کچه سیستماټیکې کړنلارې جوړه شي. ولسمشر غني د وینا پر مهال په ټینګار سره وویل، د اقلیم بدلون ته په پام تر ۲۰۵۰ کال پورې باید د احتمالي ګواښونو مبارزې ته چمتو والی ونیول شي.

ولسمشر غني ووویل، د ښاري پراختیا او د هېوادونو ترمنځ په دې برخه کې د همکارۍ په برخه کې پراخو جدي بدلونونو ته اړتیا لیدل کېږي.
ولسمشر وویل” د علمي ټولنو فرهنګ تجربې له ګڼو محدویتونو سره مخ دي، هغه څه چې په تېرو شپېتو کلونو کې ګټور وو په راتلونکو دیرشو کلونو کې ګټور نه شي ثابتیدلی دی ستاسو او هبیتات په څېر ارګانونه په جدي ډول د بدلون فرهنګ ته اړتیا لري””
د معلوماتو له مخې د ښاري مجمع ناسته پرون سهار د اماراتو په ابو ظبۍ کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د ملګرو ملتونو د سکرتر جنرال د مرستیالې میرمن امینه محمد او فیجي ټاپوګانو لومړي وزیر فرنک بیني ماراما له خوا پرانیستل شوه.
ولسمشر د دې ناستې پر یوې څنډه کې پرون مازدیګر د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د یو این هبیتات (UN-Habitat) موسسې اجرائیوي رئیس میمونه محمد شریف سره په خپل استوګنځي کې وکتل.
په دغه کتنه کې ولسمشر غني په افغانستان کې د یو این هبیتات موسسې د فعالیتونو په اړه وویل، د دغې ادارې فعالیتونه زموږ د ښاري اړتیاو او لومړیتوبونو سره همغږي نه دي او موږ په افغانستان کې د یو این هبیتات د فعالیتونو د اصلاح غوښتونکي یوو.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې او د یو این هبیتات موسسې اجرائیوي رئیسې میمونه محمد شریف ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د دغې ادارې فعالیتونه د ښاري پراختیا د لومړیتوبونو پر بنسټ تنظیم شي.او پر وینایي چې دوی به په دې برخه کې پر یوه طرحه کار وکړي او هغه به له افغان حکومت سره شریکه کړي.
 
https://avapress.com/vdccm1qi02bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته