په غور کې امنیتی سرتیری تاییدوی چی مسلح طالبان د هرات-غور په لویه لاره کې یو ټپی سرتیری په ډزو وژلی دی.
هرات-غور پرلاره طالبانو یو ټپي سرتیری تیرباران کړی دی
16 دلو 1398 ساعت 15:42
په غور کې امنیتی سرتیری تاییدوی چی مسلح طالبان د هرات-غور په لویه لاره کې یو ټپی سرتیری په ډزو وژلی دی.
آوا خبرګزاری-هرات: عبدالمعروف رامش، د غور پولیسو قوماندانی ویاند ددی پيښی په تایید سره وایی چی تیره ورځ یو پولیس سرتیری د درملنې وروسته د هرات څخه غور لوری ته په حرکت وو، د طالبانو له لوری پیژندلو وروسته د لاری په اوږدو کې په ډزو وژلی دی.
هغه زیاته کړه: دا سرتیری څو ورځې مخکې د طالبانو سره په نښتو کې د غور ولایت تیوره ولسوالی کې ټپی شوی وو چی د درملنې لپاره هرات ته تللی وو او غور پرلاسه په شهادت ورسیده.
تراوسه طالبان په دی اړه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 202847