دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 202713
د مردمی پاڅون کوونکو یو قوماندان د خپلو ۶ تنه امنیتی سرتیرو سره په سرپل کې ووژل شو
  سرپل سیمه ییز سرچینی وایی چی تیره شپه طوفان د مردمی پاڅون کوونکو یو قوماندان د یو تن ساتونکې او ۵ تنه ملی امنیت سرتیرو سره د سرپل مرکز ګولایی تخته په سیمه کې د طالبانو په کمین کې وژل شوی او دری تنه ساتونکې یی هم ټپیان شوی دی.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بلخ: محمد نور رحمانی، د سرپل ولایتی شورا رئیس د یاد مطلب بیان ترڅنګ وایی چی تیره نیمه شپه قوماندان طوفان د سرپل مرکز مربطواتو کې د ګولایی تخته په سیمه کې وژل شوی دی.
 
ومو غوښتل چی د سرپل پولیسو آمر نظر واخلو خو هغوی وویل چی دا موضوع جوزجان پولیسو پوری اړوند دی خو جوزجان پولیس وایی چی باید سرپل چارواکې جزئیات ورکړی.
 
قوماندان طوفان د طالبانو پخوانیو قوماندانانو څخه وو چی څلور کاله مخکې جنرال دوستم ته تسلیم شو او د سرپل-جوزجان لویه لاری امنیت ساتنه کول، دری اونۍ مخکې هم ۱۵ تنه سرتیری یی د طالبانو له لوری وژل شوی او ټپیان شوی وو.
 
 
https://avapress.com/vdca6unue49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته