دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 202683
هرښاري مکلف دی،چي د هوا پاک ساتلو لپاره هڅي وکړي، څوسالم چاپېریال ولرو
په کندهار کي نن د ککړي هوا څخه د ساتني په موخه د دولتي ادارو او مدني فعالانو له لوري ماسکونه توضیع سول. ښاریانو وویل، دولت باید د هوا د ککړتیا د مخنوي لپاره لازم تدابیر ونیسي څو دناروغیو مخه نیول سوې وي. په کندهارښار کي د ځوان کهول مدني ټولني عامي روغتیا او چاپیریال ساتني ریاست له لوري د ککړي هوا څخه د خوندیتوب په موخه د ښار په بیلا بیلو برخو او میروېس روغتون کي پر ښاريانو باندي ماسکونه ووېشل، څو خلګ وکولای سي له دې لاري دتنفسي ناروغيو څخه ځان وژغوري.
د چاپېریال ساتني رئيس امان الدین حمیدي وايي، چي د هوا د ککړتیا د مخنوي لپاره یې د ګډو سکتوري ریاستونو سره پلانونه جوړ کړي چي په نژدې وختونو کي به ورباندي کار پیل کړي.
حمیدي وايي، چي ټول ښاریان مکلف دي چي د هوا د ککړتیا دمخنوي لپاره کار وکړي.
دا راز ښاریانو وویل، چي کندهار کي هوا د تېر په پرتله ککړه سوې، چي په اړه یې باید دولتي مسؤلین اقدامات وکړي څو د تنفسي ناروغینو مخه مو پر وخت نیولې وي.
هېره دي نه وي چي څه موده مخکي ولسمشر محمد اشرف غني فرمان صادر کړ چي له مخي یې ویل سوي وه په بټيو او قورو کي دي د ربړونو او ورته توکو د سوځولو څخه منعه اعلان سوې وه.
 
https://avapress.com/vdcg7x9xwak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته