کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انترنت بیه کمیږی

12 دلو 1398 ساعت 13:59

د مخابراتو وزارت نوی مسوولین د مخابراتو خصوصی شرکتونو او افغان تیلی کام شرکت نمایندګانو کې د اینترنت قیمتونو کښته کېدو او د کیفیت لوړېدو غوښتونکې شو او وویل: په هغه صورت کې چی مخابراتی شرکتونه د ارزان او باکیفیته انترنت ارائه کولو کې اوسیدونکو ته متعهده وی، موږ آماده یو تر ۳۰ سلنه انترنت نرخ بیا هم ارزانه هغوی ته ارائه کړو.



 
 
 
محمد فهیم هاشمی؛ د د مخابرات او تکنالوژي معلوماتی وزارت وزیر نوماند او سرپرست د اترا اداره تخنیکی معاون؛ انجنیر نقیب الله سیلاب، مخابراتو خصوصی شرکتونو نمایندګانو او افغان تیلی کام شرکت نمایندګانو سره په ناسته کې د انترنت د نرخ کمېدو او کیفیت لوړېدو غوښتونکې شو.
 
ښاغلی هاشمی د بېلابیلو ناستو په ترڅ کې چی خصوصی مخابراتی شرکتونو سره درلودل ټینګار کړي چی انترنت باید ارزانه شی، ددی وزارت نوی رهبریت مخابراتی شرکتونو ته مخکې د انترنت نرخ ۳۰ سلنه ارزانه کړي وو خو په مارکیت کې حس نه شو او اوسیدونکو رضایت حاصل نه شو او په دی برخه کې اقدام ترسره نه شو.
 
هغه زیاته کړه: په هغه صورت کې چی مخابراتی شرکتونه د ارزان او باکیفیت انترنت ارائه کولو په برخه کې اوسیدونکو ته متعهد وی، موږ آماده یو تر ۳۰ سلنې پوری انترنت نرخ بیاهم ارزانه کړو او هغوی لاسرسی ته قرار ورکړو.
 
د شرکتونو نمایندګان د انترنت د نرخ کمېدو لپاره وعده ورکړی ترڅو د وزارت مقام هدایت څخه پیروی او راتلونکې ورځو کې انترنت نرخونه کم کړی.
 


د مطلب کود: 202435

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/202435/د-انترنت-بیه-کمیږی

آوا
  https://www.avapress.net