د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت ازادي راډيو ته وويل: "۱۴ نيم کيلوګرامه هيروئين چې په يوه بار وړونکي موټر کې پټ کړل شوي ول، په پلخمري ښار کې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول." قاچاق کوونکو نيت درلود چې دا نشهيي مواد بدخشان ولايت ته قاچاق کړي او په دې تور دوه تنه هم نيول شوي دي.