د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسیټیټیوټ پر افغانستان د ایران او امریکا تر منځ د کړکېچ تاثیرات څېړلي او وایي، دا لانجه افغان سوله زیانمنولای شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل د دې انسیټیوټ یوې غونډې ته ویلي، که د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شي دا اندېښنه شته چې، افغانستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رقابت پر ډګر بدل شي.
نوموړی وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو په جریان کې باید ایران د افغان سولې پروسه کې دخیل شي او امریکا باید دغه چینل ایجاد کړي.
څېړونکي باور ښيي چې په افغانستان کې د امریکا او ایران عمومي ګټې د تقابل نه، بلکې د ګډو ګټو، ترهګرۍ ضد مبارزې، نشه يي توکو او افراطیت څخه د مخنیوي لپاره ضروري دي او د افغانستان د ثبات تهدیدېدل د ایران په ګټه نه دي.
خو ایران په دې وروستیو کې داسې ښکاري چې د خپلو طالبانو په مرسته د سولې پروسې د تخریب فوق العاده هڅې پیل کړې دي.