د ملی امنیت شورا دفتر اعلان کړي چی حمدالله محب بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته سفر وروسته کندوز ولایت ته سفر کړی دی.
د ولسمشر ملی امنیت مشاور کندوز ته رسیدلی
10 دلو 1398 ساعت 16:20
د ملی امنیت شورا دفتر اعلان کړي چی حمدالله محب بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو ته سفر وروسته کندوز ولایت ته سفر کړی دی.
د ملی امنیت شورا دفتر ویلی دی چی محب شمالی ولایتونو ته سفر په ادامه کې، نن پنج شنبه(۱۰ دلو) د کندوز ولایت امنیتی وضعیت څیړلو لپاره هلته سفر کړی دی.
هغه قرار دی په دی سفر کې د کندوز ولایت نظامی او غیری نظامی چارواکو سره لیدنه وکړی.
له بل لوری هم د پامیر ۲۱۷ قول اردو د یو اعلامیه په خپرولو سره ویلی دی چی د ولسمشر ملی امنیت مشاور د امنیتی وضعیت څیړلو لپاره دا قول اردو ته ورغلی دی.
د مطلب کود: 202302