طالبانو تیره شپه د کندوز ولایت دشت ارچی ولسوالی مرکز باندی برید سره دولتی ځواکونو ته سخت تلفات وراړولی دی.
دشت ارچی باندی طالبانو تهاجمی برید په ترڅ کې امنیتی ځواکونو ته سخت تلفات اوښتی دی
9 دلو 1398 ساعت 13:42
طالبانو تیره شپه د کندوز ولایت دشت ارچی ولسوالی مرکز باندی برید سره دولتی ځواکونو ته سخت تلفات وراړولی دی.
آوا خبرګزاری: صفی الله امیری د کندوز ولایتی شورا معاون وایی چی سه شنبه ماښام ۱۲ بجی د دشت ارچی ولسوالی مرکز باندی برید کړي چی ۱۲ تنه امنیتی سرتیری او یو تن پولیس وژلی دی، ۸ تنه سرتیری ټپیان شوی او ۴ تنه پولیس هم ټپیان شوی دی او ۳ تنه سرتیری هم لادرکه دی.
سیمه ییز مسؤولین ددی برید څخه بی خبری ښیی.
دا په داسی حال کې دی چی تیره ورځ هم ۱۷ تنه امنیتی سرتیری د بغلان، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د طالبانو له په شهادت رسیدلی دی او د ۱۷ تنو څخه ډیر هم ټپیان شوی وو.
د مطلب کود: 202192