دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 202131
کابل کې د زابل ولایت د شاجوي ولسوالۍ ځايي قومندان وژل شوی دی
د راپورونو له مخې د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ د ځايي ځواکونو قومندان بخت الله بخت” د کابل ښار احمد شاه بابا سیمه کې وژل شوی دی.
د زابل ولایت امنیتي چارواکو رسینو ته سره په خبرو کې منلې چې د دغه ولایت د شاجوی ولسوالۍ د ځايي ځواکونو قومندان کابل کې وژل شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیع الله مجاهد وايي، دغه قومندان کابل ښار کې د دوي له لوري په یو تکتیکي برید کې وژل شوی دی.
دا لومړی ځل ندی چې طالبانو پلازمینې کابل کې د ولایاتو امنیتي چارواکي تر برید لاندې راولي، طالبانو څو میاشتې مخکې د وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال هم کابل کې ترور کړ.
کابل کې د کورنیو چارو وزارت تر اوسه د شوې پېښې په اړه څه ندي ویلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexw8wzjh87zi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته