دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 201875
د پاکستان رېللار د افغانستان تر جلال اباده غځول کېږي
د پاکستان د رېللارو وزیر شیخ رشید احمد وايي، د پاکستان رېللار به د افغانستان تر جلال اباد ښار پورې وغځوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، شیخ رشید پرون (شنبه) په پاکستان کې د یوې پټلۍ د جوړولو د چارو په پرانستونکو مراسمو کې وویل چې تر جلال اباد پورې به ۱۵۴ کیلومتره رېللار د سي پیک یا د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژو په لړ کې جوړه شي.
ده په دې اړه څه ونه ویل چې کله به پر دې پروژې کار پیل شي.
شاوخوا ۱۶ کاله پخوا پاکستان د چمن او کندهار ترمنځ د رېللارې د جوړولو ژمنه هم کړې وه خو تراوسه یې عملي کړې نه ده.
حاضردمه د ایران د خاف او د هرات د هوايي ډګر ترمنځ د رېللارې پر جوړولو کار روان دی او تر دې وړاندې له حیرتان څخه تر مزارشریف پورې رېللار جوړه شوې ده.
ترکمنستان او تاجکستان هم لېوال دي چې د افغانستان له لارې په رېل سره وصل شي.
 
سرچينه : د پاکستان رېللار د افغانستان تر جلال اباده غځول کېږي
https://avapress.com/vdciyzarwt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته