کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غني په سویس کې د سولې او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې کوي

2 دلو 1398 ساعت 11:23


 ولسمشر غني پرون سهار په یوه نړیواله اقتصادي ناسته کې د ګډون لپاره د سویس داووس ښار ته تللی دی.

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني د سویس په داووس ښار کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان د سولې د هڅو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وکړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي له قوله ویل شوي دي چې وايي، ولسمشر غني به په دې غونډه کې پر ګډون سربېره د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره لیده کاته وکړي.


د مطلب کود: 201487

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201487/ولسمشر-غني-په-سویس-کې-د-سولې-او-اقتصادي-پرمختګ-اړه-خبرې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com