دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 201487
ولسمشر غني په سویس کې د سولې او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې کوي
 ولسمشر غني پرون سهار په یوه نړیواله اقتصادي ناسته کې د ګډون لپاره د سویس داووس ښار ته تللی دی.

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر اشرف غني د سویس په داووس ښار کې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره د افغانستان د سولې د هڅو او د هېواد د اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وکړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر د ویاند صدیق صدیقي له قوله ویل شوي دي چې وايي، ولسمشر غني به په دې غونډه کې پر ګډون سربېره د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او چارواکو سره لیده کاته وکړي.
https://avapress.com/vdch6zniq23nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته