کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو یو روغتیایی مرکز ته په دایکندی کی اور ورپوری کړي دی

1 دلو 1398 ساعت 20:24

 
دایکندی سیمه ییز چارواکې تایید کړي چی طالب جګړه ماران یو روغتیایی مرکز د کجران ولسوالی " سلمنجی " کلۍ کې سوځولی دی.
 



اسحاق علی درمان، د دایکندی عامه روغتیا رییس نن امریکا غږ ته وویل جی دا پيښه تیره شپه د طالبانو له لوری ترسره شوی چی دا روغتیایی مرکز ته سخت تاوان رسولی دی.
 
ښاغلی درمان زیاته کړه چی دا روغتیایی مرکز د ۱۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ کسانو پوری صحی خدمات لکه، واکسین، قابله ګی برخه، کوچنی او مور روغتیا خدمات ترسره کول.
 
دایکندی عامه روغتیا رییس همدارنګه وویل چی دا سیمه د طالبانو تر کنترول لاندی دی او مخکې له دی د طالبانو سره تړون د روغتیایی خدماتو ترسره کولو لپاره په دی سیمه کې امضا شوی وو.
 
هغه وویل چی په دی پيښه کې هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.
 
غیرت علی جواهری، د دایکندی ولایتی شورا یو غړۍ ادعا کړي چی طالبان لومړۍ ددی مرکز دواوو ته اور ورپوری کړي او وروسته د ماین ځای پرځای کولو سره دا ساختمان ته چاودنه ورکړی دی.
 
تراوسه طالبان په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 201444

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/201444/طالبانو-یو-روغتیایی-مرکز-ته-په-دایکندی-کی-اور-ورپوری-کړي-دی

آوا
  https://www.avapress.com