په قطر کې افغان طالبان وايي، د قطر دفتر سیاسي پلاوی یې په دوحه کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ناسته لري.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین خپل تازه ټوېټ کې وايي، د دې ډلې مرستیال او د مرکچي پلاوي مشر ملا برادر اخوند پرون هم له زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر سره ناسته درلوده:
"دواړه خواوو د راتلونکو اقداماتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې". ښاغلي شاهین ویلي، د سې شنبې په ورځ به هم "د مذاکراتي ټیمونو ګډ مجلس دوام ولري".
خو امریکایانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو یوه لوړپوړي غړي د دوشنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، امریکا د تاوتریخوالي کمولو لپاره د دوی وړاندیز منلی چې د تړون لاسیکولو پر مهال امن فضا جوړه شي.