دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 201398
ولسمشر:مسؤلین دې د ۳ ماشومانو او یوې ښځې وژونکي پيدا کړي
کابل کې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو او لارې شکوونکو پيښو په اړه شکایتونه ډیر شوي دي. خلک شکایت کوي ،چې د امنیتي مسولینو د بې غورۍ له امله د کابل ښار د وحشت په ښار بدل شوی دی. دا په داسې حال کې ده،چې وړمه ورځ هم په کابل کې ناپيژاندو کسانو د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل او وتښتیدل. افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست ته امر کړی، چې کابل کې د وژل شویو درېیو ماشومانو او یوې مور د قتل عاملین ژر پیدا کړي.

دا دیوې کورنۍ څلور تنه وړمه ورځ یکشنبه شپه ناوخته د جنګلک په سیمه کې نا پيژاندو وسله والو د تیشې په وسیله وژلي دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ،چې تیر ماښام یې خپره کړې ویلي،  د دې پيښې عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي او عدلي او قضايي ارګانونو ته دې وسپارل شي.
سرچینه وایي غني ویرجنې کورنۍ ته د بیړنیو مرستو د رسولو امر هم کړی دی.
د دې څلورو تنو مړي، چې په کې دوه واړه هلکان، یوه ماشومه نجلۍ او مور یې شامل وو، تیره ورځ خاورو ته وسپارل شول.
تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو کابل ښار په وروستیو کې د زیاتو جنايي پېښو شاهد دی.
تر دې مخکې ډېر کله د داسې پېښو عاملین یا نه دي نیول شوي او یا د محکمو له خوا خوشې شوي دي.
خو پولیس بیا وایي د عاملینو دنیولو هڅې یې پيل کړي دي.
هرکله د دا ډول پیښو ترسره کوونکي تښتي پولیس یې د نیول خبره کوي او خلکو ته ډاډ ورکوي خو بیا یې په نیولو نه بریالي کیږي او یا هم خبره همداسې پټه پاتې کیږي.
 
https://avapress.com/vdci3zarvt1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته