دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 201395
هلمندولایت کې دیوه طالب قوماندان په ګډون ۶تنه طالبان وژل شوي
افغان ځانګړوځواکونوپه هلمند ولایت کې ځانګړي عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې دیوه طالب قوماندان په ګډون ۶تنه وسلوال طالبان وژل شويدي.
دهلمند ولایت ځايي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې وژل شوی طالب قوماندان ملا حیات نومیږي او په هلمند ولایت کې د۶ولسوالیو دفعالیتونو مسول وو.
چارواکي وايي،چې دافغان ځواکونو په عملیاتو کې دطالبانو څخه ګڼ شمیر سپکې اودرنې وسلې دافغان ځواکونو لاسته ورغللي دي.
چارواکي زیاتوي،چې په یادو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلي.
https://avapress.com/vdcf1yd0tw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته