دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 201385
د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، نن سهار وسله والو طالبانو د ځاځي اريوب ولسوالۍ په درې خوله سيمه کې يو تن واکسيناتور وژلی دی، وسله والو طالبانو بيا پېښه رد کړې او ويلي يې دي، چې د پېښې په اړه به پلټنې وکړي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي، چې دوه ورځې وړاندې ددې ولايت د عامې روغتيا مسوولينو ويلي و، چې طالبانو ورباندې ماشومانو ته د واکسين په ورکولو بنديز لګولی دی.
https://avapress.com/vdcevz8wnjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته