دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 201375
په ننګرهار ولایت کې د راشکو  بابا په نوم د دیګ بخار جوړونې فابریکه د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو سربېره جوړ شوي دیګ بخارونه د نړۍ ۱۴ هېوادونو ته چې په کې اوکراین،روسیه،تاجکستان،ازبکستان،قرغزستان،قزاقستان،پاکستان،ایران،عربستان،کویټ، قطر،عمان،لاتویا،لیتوانیا او دوبۍ شامله ده،صادرات لري .
د دې فابریکې مسؤلین وایي، په کابل او ننګرهار کې فعالیت لري چې ورسره په فابریکه کې دوه سوه کسان په مستقیم او تر پنځه سوو زیات په غیري مستقیم ډول په دندو بوخت دي. .
د دوی په وینا له دې امله چې جوړ شوي دیګ بخارونه یې تر نورو هېوادونو ښه او په ضمانت ورکول کیږي،له امله یې تولید او صادرات زیات شوي دي .
https://avapress.com/vdcd5f0xkyt0zs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته