پوسټ کوډ 152532
نیټه خپرول: جمعه 27 مرغومی 139822:48

د افغانستان په شمول ۴ هیوادونو له ایرانه د تاوان غوښتنه وکړه

افغانستان، کانا?ا، بري?انيا، اوکراين او سوي?ن له ايران ?خه غو?تي چ? د راغور?ول? اوکراين? الوتک? د قربانيانو کورنيو ته د? تاوان ورک?ي.


افغانستان، کاناډا، بریټانیا، اوکراین او سویډن له ایران څخه غوښتي چې د راغورځولې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.
د دغو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې د اوکراین د پېښې قربانیانو په تړاو یې د تحقیق او هغوی ته د عدالت رسونې ډله هم ایجاد کړې ده، په لندن کې یې خپلې ګډې ناسته کې پنځه ماده ییز پریکړه لیک تصویب کړی تر څو د دغې پېښې په تړاو دقیقې څېړنې وشي.
د افغانستان په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ادریس زمان هم په دې ناسته کې ګډون کړی و
د تهران په خاوره کې د اوکراینۍ الوتکې د راغورځېدو پېښه کې د ۱۷۶ مساپرو له منځه ۱۳ تنه افغانان هم وژل شوي دي.
 

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement