دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 200513
کورنیو چارو وزارت د کندهار هرات پر لویه لار یو شمېر غیر ضروري پوستې ليري کړي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معین خوشحال سادات د هرات ـ هلمند لویې لارې په اوږدو کې د پولیسو یو شمېر غیر ضروري «چېک پاینټونه» لیري کړل.
نوموړي تر هغه وروسته هلمند ولایت ته سفر وکړ چې د هرات ـ هلمند پر لویې لارې د تلونکو بار وړونکو موټرو چلوونکو دغه لار د پولیسو د ناوړه چلند له امله د څو ورځو لپاره د اعتراض په ډول تړلې وه.
موټر چلوونکي وايي، چې پر دغه لار یو شمېر پولیس له دوی څخه غیر قانوني پیسې اخلي.
د کورنیو چارو وزارت اعلامیه وايي:”د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین پر لویو لارو موظفو منسوبینو ته هم د ښې امنیت ساتنې توصیه او د موټر چلوونکو له ځورونې د ډډې سپارښتنې کړې او ویلي دي، چې د ملي پولیسو هر هغه منسوب چې د وظیفوي غفلت پر مهال ولیدل شي؛ د قانون له جدي چلند سره به مخ شي.”
https://avapress.com/vdcgqz9xwak9zn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته