دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 200408
داعش وایي په پاکستان کې یې د افغان طالبانو مدرسه الوزولې
د اسلامي دولت یا داعش ډلې ادعا کړې چې د بلوچستان ایالت د کوټې په ښار کې په یو جومات کې د چاودنه دوي کړې او ویلي یې دي چې د افغان طالبانو مدرسه یې په نښه کړې ده.

د یکشنبې د ورځ جنورۍ ١٠ د بلوچستان ایالت د کوټه ښار په دارالعلوم الشرعیه مدرسې په جومات کې د لمانځه پر وخت چاودنه وشوه.
د رپوټونو له مخې پدغه چاودنه کې د طالبانو د یو لوړپوړي قوماندان په گډون ددې ډلې یو شمیر غړي وژل شوي دي، خو طالبانو دغه رپوټ رد کړی دی.
د کوټې ښار محلي مقامات د پاکستان د پالسۍ پر اساس په خپله خاوره کې د طالبانو شتون ردوي او ددې موضوع د تائید نه یې هم ډډه کړې ده چې دغه دارالعلوم الشرعیه مدرسه د افغان طالبانو ده او که نه.
پاکستاني مقاماتو نن د جنورۍ په ١١ وویل په کوټه کې د پرونۍ چاودنې د مړو شمیر پنځلسو ته ورسید.
خو بیا هم دوو پاکستاني مقاماتو د نوم نه ښودلو په شر د رویټرز خبري اژانس ته تائید کړې چې دغه مدرسه د افغان طالبانو ده.
د افغانستان حکومت تل پاکستان پدې تورن کړی چې افغان طالبانو ته یې پناه ځایونه ورکړي او مرستې ورسره کوي او له هغه ځایه په افغانستان کې دننه ترهگریز بریدونه کوي. خو پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyye8ouqeyxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته