دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود : 200407
ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ؛عراق دې د امریکا لګول شوې پيسې راکړي، سرتېري را باسم
امریکا په تېرو څو کلونو کې په عراق کې ۳۵ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده او که چېرته عراق ددې پیسو ورکړې ته تیار وي نو موږ هم چمتو یو چې خپل سرتېري له دې هېواده وباسو
د امریکا ولسمشر ډونالډ یو ځل بیا ټینګار وکړ، که عراق غواړي چې متحده ایالات له هغه هیواد نه ووځي، نو ټولې هغه پیسې دې امریکا ته ورکړي چې په عراق کې یې لګولې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په تازه مرکه کې وویل  که چېرته عراقي مشران له دې هېواده د امریکایي سرتېرو د وتلو غوښتنه لري نو باید هغه پېسې ورکړي چې په تېرو څو کلونو کې یې په عراق کې مصرف کړې دي. هغه ویلي، په هغه صورت کې له عراقه د خپلو سرتېرو وتلو سره ستونزه نلري چې عراق د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې بیرته امریکا ته ورکړي. نوموړي ویلي دوی په تېرو څو کلونو کې په عراق کې ۳۵ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده او که چېرته عراق ددې پیسو ورکړې ته تیار وي نو دوی هم چمتو دي خپل سرتېري له دې هېواده وباسي.
د جنورۍ په دریمه د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني له وژنې وروسته د عراق پارلمان په یوه بیړنۍ غونډه کې له عراق نه د امریکایي ځواکونو د سمدستي ایستلو پرېکړه وکړه.
د عراق صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو وغوښتل چې د هغه هیواد نه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د ترتیباتو د نیولو په مقصد یو هیئت عراق ته واستوي.
د دې غوښتنې په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل د عراق سره د بیا ستراتیژیک مشارکت په اړه خبرو ته تیار دی، خو د هغه هیواد نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه به خبرې ونه کړي.
پمپیو وویل په عراق کې د امریکایي ځواکونو د شتون هدف د محلي ځواکونو زده کړې او د داعش ډلې د ترهگرو پر وړاندې مبارزه ده. د یادولو ده چې ډونالډ ټرمپ پخوا پر عراق باندې د امریکا د ٢٠٠٣ کال یرغل “اشتباه” گڼلې وه او هغه هیواد ته یې د امریکایي ځواکونو په استولو انتقاد کړی و.
 
https://avapress.com/vdciuuaryt1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته