کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندوز کې طالبانو سره اړېکو په تور ۷ تنه نیول شوی دی

16 جدی 1398 ساعت 17:01

 
خاص عملیاتونو قول اردو نن دوشنبه د یو خبرپاڼی په خپرولو سره ویلی دی چی کندوز ښار شمال ختیځ کې پنځم کندک کماندو مشترک عملیات په ادامه کې، ۷ تنه طالبانو سره اړېکو په تور نیول شوی دی.



ددی قول اردو په خبرپاڼه کې راغلی دی چی په دی عملیات کې همدارنګه طالبانو ډير تسلیحات کشف او طالبانو څو پټنځایونه له منځه وړل شوی دی.
دا خبرپاڼه زیاته کړي چی دا کسان د کندوز ښار اتم ناحیه آلچین کلۍ څخه نیول شوی دی.
د خاص عملیاتونو قول اردو اعلامیه څخه په نقل سره، کماندو ځواکونه د نورو دفاعی او امنیتی ځواکونو په ملاتړ، نږدی دوه اونۍ پراخ عملیات د طالبانو ټکولو لپاره کندوز ولایت کې شروع کړی چی تراوسه هم ادامه لری.
 


د مطلب کود: 199883

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199883/په-کندوز-کې-طالبانو-سره-اړېکو-تور-۷-تنه-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com