کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر له دوه قومندانانو سره ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 جدی 1398 ساعت 17:36

د هرات ولایت په ختیځو ولسوالیو کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مشرملا نبي جان له دوه نورو طالب قومندانانو سره په هوایی برید کې وژل شوی دی.



د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي؛ دغه هوایي عملیات د ملي امنیت ریاست د همکارۍ له مخې د دې ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ په (هفت ګله) سیمه کې تر سره شوي، چې په کې د دې ولایت د ختیځو ولسوالیو د پوځي کمیسیون مشر ملا نبي جان، د ولایتي زندان مسوول آقا ولي او قومندان سید شاه وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د دغو طالب مشرانو له وژل کیدو سره به د هرات په ختیځو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت بې اغېزې نه وي.
هرات د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې له نسبي امنیته برخمن ولایت دی؛ خو په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې لري.
 


د مطلب کود: 199223

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/199223/په-هرات-کې-د-طالبانو-نظامي-کمیسیون-مشر-له-دوه-قومندانانو-سره-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com