دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 198832
د مشرانوجرګې د نن ورځې غونډه کې د یوه عنوان قانون او هوکړه لیک د تصویب او تصدیق سربېره د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان څخه هرکلی وشو
د دولتي مقاماتو د معاش د تنظیم قانون د ځینو موادو د تعدیل او ډېرښت اړوند د حکومت پيشنهادي طرحه چې د مجلس کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي وه، د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون د رئیس او یو تن غړي له خوا غونډې ته وړاندې او په یوه اختلافي مورد سره تصویب شوه.

دغه راز د افغانستان اوکراین د دفاع وزارتونو ترمنځ د پوځي همکاریو هوکړه لیک چې د مجلس کمېسیونونو کې پرې کار شوی وو د نړیوالو چارو کمېسیون د مرستیال او غړو له خوا وړاندې او تصدیق شو.
آزادو بحثونو کې د مجلس غړو د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان څخه هرکلی وکړ او یاد کار یې د قانون د پلي کېدو لاره کې مثبت ګام یاد کړ او ټینګار وشو چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې د نوماندانو او ټاکنیزو ډلو مستندو شکایتونو ته د قانون او شته لوایحو پربنسټ رسیدګي وکړي تر څو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان او هېواد د رکود له حالته بهر شي.
یو شمېر سناتورانو وویل د رسنیو د رپوټونو په اساس طالبان چمتو دي چې د امریکا متحده ایالتونو سره لس ورځنی اوربند وکړي نو هیله ده چې د امریکا متحده ایالات پرپاکستان چې د دې ډلې اصلي ملاتړی دی لازم فشار راوړي تر څو افغان دولت سره اوربند او خبرو ته غاړه کیږدي ځکه روښانه ده چې طالب مشران د خپلو کورنیو سره پاکستان کې میشت دي او د یاد هېواد د استخباراتي سازمان ملاتړ لاندې دي.
3-Jadi98-JAL2.JPG

د بدخشان ولایت درواز سیمو کې د ناامنیو زیاتوالي او یاد ولایت کې د وېره اچوونکو شتون څخه د سیمو په پاکولو ټینګار او د ولسی جرګې د پخواني غړي عبدالمطلب بیګ د شهادت د اتمې کلیزی څخه یادونه هم له هغو مواردو وو چې د یو شمېر سناتورانو له خوا مطرح شول.
د بحثونو جمع بندۍ کې دمشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار وویل د سولې بهیر اړوند د دې جرګې دریځ روښانه دی او د سولې مذاکرات چې په کې د افغانستان دحکومت استازي حضور او رول ونه لري او د امنیتي او دفاعي زړه ورو ځواکونو په ګډون زموږ خلک چې په جګړو، ځانمرګو او چاودنو کې  په شهادت رسیږي، دې مجلس ته د منلو وړ نه ده او زیاته یې کړه هرکله چې د موقت اوربند اړوند دا ډول هوکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ ترسره شي د افغانستان خلکو او حکومت ته به بې ارزښته وي .
دمجلس رئیس وویل پاکستان ته د طالبانو د پلاوي سفر یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی خپلواک نه دي او د آی اس آی استخباراتي سازمان په لارښوونه عمل کوي او باید د هېواد پوځي ځواکونه وضعیت ته متوجه او له هېواد څخه د دفاع او د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت په موخه لازم چمتووالی ولري.
د مشرانو جرګې رئيس سوله یو الهی امر وګڼه او وویل د افغانستان ولسونه خبرو اترو او د سولې ټینګښت ته آماده دي او که چیرې طالبان ځان افغانان بولي باید د افغانستان د ولت سره د خبرو میز ته کیني او خپلې غوښتنې دې مخامخ مطرح او تلپاتې اوربند ته دې غاړه کیږدي.
3-Jadi98-JAL3.JPG

فضل هادي مسلم یارڅرګنده کړه کومي لومړنۍ شمېرې چې د ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د ټاکنوخپلواک کمیسیون اعلان کړې څرګندوي چې یوې ټاکنیزې ډلې پنځوس جمع یو  پوره کړي او نور ټیمونه په ټیټو شمېرو کې ځای لري اړتیا شته چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ټاکلي وخت شته شکایتونو ته رسیدګي وکړي تر څو راتلونکی حکومت د قانون سره سم خپل کار پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcgw79qxak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته