دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 198804
داعش وسله واله ډله چې شمېر یې کم او ظلم یې زیات و، پاکستان ورته ډير زیات تبلیغات وکړل چې دا ډله لویه وښيي او د وحشتونو کیسې یې وکړی، خو افغان ځواکونو داسې ماتې ورکړه چې په دې خاوره به بیا د داعش بیرغ هیڅ و نه دریږي.
دا ډله پاکستان د دې لپاره رامنځ ته کړه، که طالبان سرکشي وکړي، پر ځای به یې دا ډله ځای په ځای کړي او له طالبانو به لاس واخلي.
خو طالبانو چې ولیدل چې پاکستان دا ډله تمویل کوي، پاکستان سره یې اړیکې له ډيرې ښې کړي او د هغوی فرمایشونه یې زیات منل چې دا ډله پرې تحمیل نه کړي.
پاکستان یو بل هدف له داعش دا و چې که طالبان سوله وکړي، داعش به یې پر ځای جګړې ته دوام ورکړي او افغانستان کې به بې ثباتي دوام وکړي.
دا اوس چې طالبان د سولې پر ځای جګړه باندې تمرکز لري، لامل دا دی چې پاکستان نه غواړی افغانستان کې خلک ارام ژوند ولري او پرمختګونه رامنځ ته شي.
افغان ځواکونو او افغان حکومت په دې تړاو مالومات له رسنیو، خلکو او نړیوالو سره شریک کړی و چې داعش ډله د پاکستان له لوري تمویل کیږي او زیات جنګیالي یې هم پاکستانیان دي، خو ځینو نه منله.
اوس د داعش تسلیم شویو کسانو کې مالومه شوه چې په سلو کې اتیا سلنه پاکستانیان دي او د دې ډلې مشري هم پاکستانیانو کوله.
رسنیو کې مې ولیدل چې ملي امنیت د داعش وسله وال او د هغوی کورنۍ رسنیو سره خبرو ته حاضر کړې وې چې بیلابیل ډول کیسې یې درلودلې.
د دې ډلې عمده کیسه همدا وه چې پآکستان کې جوماتونو کې ورته ازاد تبلیغ کیده، وعدې ورکول کیدلې چې پيسې، ښځې او کورونه دي او دا تبلیغ د پاکستان ای ایس ای پر ملایانو کو.
یو پنجابي کیسه کوله چې پنجاب کې ځانګړې ډله ګرځیدله چې د داعش وسله والو لپاره یې جلب جذب کو، خلک به یې راټولول او بیا به یې په ډيورند کرښه قاچاقي را اړول او بیلابیلو سیمو کې به یې ځای په ځای کول.
زموږ افغان امنیتي او کشفي ارګانونو پخوا ویلي و چې داعش ډله د پاکستان ملیشې دي او په دې تړاو یې اسناد او شواهد هم درلودل.
خو ځینو په دې باور نه کو او بالاخره نیول شویو کسانو شمېرې وښوده چې داعش ډله د پاکستان ای ایس ای نوې رامنځ ته کړې وه چې افغانستان کې د حشتونو نوی ډول و ازمايي او دا کارونه یې ترسره هم کړل.
اوس تسلیم شویو کسانو هر څه په ډاګه کړل، زندانیانو ته نه شکنجه ورکړل شوې او نه پيسې، هغه کیسې یې وکړې، کومې کیسې چې پر دوی تېرې شوي او څه چې خقیقت و.
خو دا ډله اوس د ملي امنیت په زندان کې ده او د خپلو وحشتونو او ځناورتوب حساب به ورکوي.
د افغانانو وینه دومره ارزانه نه ده، د افغانستان خاوره دومره سپکه نه ده چې هر پنجابی دې راشي ظلم دې وکړی او بیرته دې لاړ شي.
افغانستان اوس داسې منظم نظامي ځواک لري چې د داعش په څیر لسګونه ترهګرو ډلو سره مبارزه کولی شي او ماتې ورکول شي.
https://avapress.com/vdcfxcdyjw6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته