دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 198786
د لومړنیو پایلو اعلان تېروتنه وه او قانون پکې تر پښو لاندې شوی
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي مولانا محمد عبدالله ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې له تېروتنو ډکې وې او له قانون څخه په کې سرغړونه شوې ده.

د یاد کمیسیون غړي مولانا محمد عبدالله پرفیسبوک پاڼه څرګنده کړې: د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې، چې له دوه میاشتو ځنډ وروسته اعلان شوې؛ له تېروتنو ډکې وې او له قانون څخه په کې سرغړونه شوې ده.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې: په پاکو رایو کې هغه رایې هم راغلي، چې  له وخت مخکې اچول شوې وې. د دغو رایو بیا شمېرنه نده شوې او یا یې صندوقونه ورک شوي وه، چې دا یې قانوني سرغړونې دي.
نوموړی په داسې حال کې د لومړنیو پایلو پر قانوني سرغړونو اعتراف کوي، چې له دولت جوړوونکې ټاکنډلې پرته نور ټولې ټاکنیزې ډلې د ټاکنو کمیسیون پر تقلب او فساد تورنوي او اعلان شوې لومړنۍ پایلې، چې له کبله یې اشرف غني مخکښ اعلان شوی؛ نه مني.
 
https://avapress.com/vdcevv8zpjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته