کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې ماین چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

2 جدی 1398 ساعت 20:54

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي او اووه نور ټپیان دی.



د لغمان والي ویاند اسدالله دولت زي څرګنده کړې، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲) سهار مهال د یو قومي مشر د جنازې په مراسیمو کې ماین چاودنه شوې ده.
ښاغلي دولت زي زیاته کړې، چې دغه چاودنه له ځای پر ځای شوي ماین څخه رامنځته شوې، چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي.
ویل کیږي، چې ټپیان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.
تر دې دمه د دغې چاودنې مسوولیت چا ندی منلی.
لغمان د هېواد په ختیځ کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې وسلوال طالبان یې په لیرې پرتو سیمو کې پراخ شتون لري.


د مطلب کود: 198776

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198776/په-لغمان-کې-ماین-چاودنې-۱۰-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com