دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 198739
د فرانسې ولسمشر افریقا ته خپل سفر پای ته رسولی
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون افريقا ته خپل درې ورځنى سفر پاى ته ورساوه.
هغه د خپل دغه سفر په پاى کې د نايجر د معاصر تاريخ تر ټولو سخته حمله کې د قربانيانو لپاره د درناوي مراتب هم پر ځاى کړل.
مکرون پرون هغې هديرې ته ورغى چې د نايجر ٧١ سرتېري په کې ښخ دي.
دوى د ډیسمبر پر لسمه د پوځ پر يوه ليرې پراته کمپ د وسله والو په حمله کې وژل شوي وو.
ايمانويل مکرون د نايجر د پلازمېنې نيامې د کتنې پر مهال وويل، فرانسه او د صحرا ساحل پنځه متفق هېوادونه په سيمه کې د افراطي وسله والو پرضد د مبارزې لپاره د تحول يوه مهم پړاو ته رسېدلي دي.
مکرون د نايجر له ولسمشر محمدو يوسفو سره تر بحثونو وروسته وويل، د ټروريزم په وړاندې د پيلېدونکې مبارزې لپاره به راتلونکې اوونۍ کاملاً قاطع وي.
يوسفو وويل، دى هيله من دى د صحرا ساحل د پنځو متفقو هېوادونو هغه سرمشريزه چې په پام کې ده د راتلونکې ميلادي مياشتې په نيمايي کې په فرانسه کې جوړه شي، د نړيوال پيوستون لپاره د ګډې غوښتنې د پيل سبب شي.
https://avapress.com/vdcc14qso2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته