د حج و اوقافو وزارت د جنوبي اسیا د حاجیانو لپاره د سعودي د توفی موسسې سره داسې تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې یاده موسسه د حج راتلونکو مراسمو کې افغان حاجیانو ته لومړنۍ او معیاري اسانتیاوې برابروي.
د حج و اوقافو وزارت لخوا نن په دې اړه یوه استول شې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب په سعودي عربستان کې دی او له دغې موسسې سره تر مذاکراتو وروسته دواړه لوري په توافق رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هر کال د ۳۰ زرو په شاوخوا کې حاجیان سعودي عربستان ته استوي چې د خدماتو په اړه یې تېر کال زیات شکایتونه ترلاسه شوي وو.