کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صهیونیستی رژيم جنایتونو په اړه د نړیواله جنایی محکمه څیړنه

30 قوس 1398 ساعت 12:54

د نړیواله جنایی محکمه لوی څارنوال اعلان کړل چی دا نهاد قصد لری د اسرائیل جنګی جنایتونو په اړه څیړنه شروع کړی.



د آناتولی خبرګزاری په ریپورت سره، فاتو بنسودا، د نړیواله جنایی محکمی لوی څارنوال د صهیونیستی رژيم په اړه وویل: قصد لرو ترڅو خپل څیړنې په دی اړه شروع کړو.
هغه وویل: په فلسطین کې مقدماتی څیړنې ترسره شوی او څیړنو شروع لپاره منطقی دلایل لرو. اسرائیل رژيم د نړیواله جنایتونو محکمی غړۍ نه دی. بناپردی زموږ قضات څیړنو جغرافیایی حوزه ټاکی.
د بنسودا په بیانیه کې راغلی دی، دا نتیجه ته رسیدلی دی چی جنګی جرایم په کرانه باختری، قدس شرقی او نوار غزه کې رامنځته شوی دی.
بنسودا ټینګار وکړ، هغه د څیړنو شروع لپاره د قضات موافقت غوښتونکې نه دی په دی اعتبار چی د فلسطین خاوری څخه د محکمه مداخله غوښتنه شوی دی.
یادولو وړ دی چی نړیوال جنایی محکمه د ۲۰۱۵ کال جنوری په ۱۶ نیټه اعلان کړ چی تصمیم نیولی دی د اسرائیل له لوری ترسره شوی جنګی جنایتونو په اړه مقدماتی څیړنه شروع کړی.


د مطلب کود: 198546

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/198546/د-صهیونیستی-رژيم-جنایتونو-په-اړه-نړیواله-جنایی-محکمه-څیړنه

آوا
  https://www.avapress.com