له څه مودې راهیسي کندهار اطلاعات او کلتور رياست په دې لټه کي دئ، چي په ولسواليو کي عامه کتابتونونه جوړ کړي؛ د یادو کتابتونو له جملې څخه نن د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي عامه کتابتون پرانیستل سو، چي د کندهار اطلاعات او کلتور رياست، د يادي ولسوالۍ د پوهني امريت، ښاروالۍ او هلته مېشتو يو شمېر ځوانانو او ادارو همکاري پکښي کړې ده.