دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 198024
د ټاکنو کمیسیون: د پاتې ۷ ولایتونو رایو بیا شمیرنې ته پوره چمتو یو
د ټاکنو کمیسیون وایي د هیواد پاتې ۷ ولایتونو د رایو بیا شمیرنې او څیړنې لپاره پوره چمتووالی لري.

د ټاکنو کمیسیون په وینا د رایو بیا شمیرنې لپاره تخنیکي ټيمونه ولایتونو ته استولي او سبا یکشنبې به دغه بهیر پيل شي.
کمیسیون وایي د بیا شمیرنې بهیر به په دریو ورځو کې پای ته ورسیږي او له هغه وروسته به لومړنۍ پایلې اعلانوی.
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم تر اوسه د هیواد د ۷ ولایتونو د ټاکنو سیمه ییز دفترونه تړلي و.
د دغه ټیم مشر عبدالله عبدالله تیره شپه اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ د ټاکنو کمیسیون ته د دې کار اجازه ورکوي.
خو دا یې هم زیاته کړه ترڅو چې تورې رایې بیلې شوي نه وي، د ټاکنو هر ډول پایلې دوی ته د منلو وړ نه دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8oevxuqehyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته