اجرایه رییس عبدالله عبدالله تېره شپه ناوخته د یوه خبري کنفرانس له لارې، پر خپلو پلویانو ږغ وکړ چې د یکشنبې په ورځ د په پاتې اوو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون تړلي دفترونه بېرته پرانیزي او د رایو بیا شمیرنې او تفتیش ته د اجازه ورکړي.
عبدالله وویل چې د ۲۰۱۴ په څیر د ګډ حکومت جوړولو هیڅ ډول معامله به تکرار نه شي ، دغه راز یې زیاته کړه چې له خپلو پاکو رایو دفاع کوي او د جعل او تقلب له لارې جوړیدونکي حکومت ته اجازه نه ورکوي.