دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۹
د مطلب کود : 197775
د عبدالله ډلې د ټاکنیزو پایلو د نه منلو ګواښ کړی
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، که د ټاکنو کمېسیون د معترضو ټیمونو غوښتنې ونه مني او پایلې اعلان کړي، دوی به دا پایلې ونه مني.
 د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلګۍ په یوه  اعلامیه کې ویلي، د ټاکنو کمېسیون لخوا د پایلو اعلان ورته په هغه صورت کې د منلو نه دی چې د معترضو ټیمونو قانوني غوښتنې نه وي منل شوې، بلکې په داسې حالت کې به یې پر وړاندې بې تفاوته هم پاتې نه شي.
 دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې یو وار بیا په نن او سبا کې د ټاکنو د پایلو د اعلان په اړه غیر رسمي ګنګوسې اورېدل کېږي.
په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون ګواښ هم کړی و چې که معترض ټیمونه یې د ۷ ولایتونو دفترونه خلاص نه کړي، دوی به د ټاکنو پایلې مجبورا اعلان کړي.
https://avapress.com/vdcbzzb8srhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته